ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون: یو شمېر راستنو شویو افغان شخصیتونو ته د مصونیت کارتونه ورکړل شوي

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لوري د پخواني لومړي وزیر د مرستیال ډاکټر عبدالصمد حامد زوي او لور او په تېره اداره کې د خوست د  KPF قطعې یو شمېر غړو ته، چې په دې وروستیو کې هېواد ته راستانه شوي، د مصونیت کارتونه ورکړل شوي دي.

د یاد کمېسیون د دارالانشأ رییس مولوي ذاکر دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هر افغان عزت په خپل کور کې وي.

مولوي ذاکر زیاته کړې؛ د اسلامي امارت له فتحې وروسته ټول بښنه اعلان شوې، په افغانستان کې د ارامه او سوکاله ژوند کولو زمینه برابره شوې او هېڅوک د پخوانۍ دندې له امله له ګواښ سره نه مخ کېږي.

دوی له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، افغانستان ته په راتګ او شته امنیت خوښ دي.

نوموړو زیاته کړې، په افغانستان کې اوسنی نظام او سرتاسري امنیت بې‌ساری دی، چې ساتل او پالنه یې د ټولو افغانانو شریک مسولیت دی.

د هغوی په وینا؛ په افغانستان کې د شته امنيت او ډاډ له امله ډېر شمېر نور بهر مېشتي افغانان لېوالتیا لري، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.