ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو مارکېټ جوړولو په موخه لومړنۍ ناسته شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د کورونو، ودانیزو چارو او پروګرامونو د پراختیا مرستیال مولوي روح الله احمدي په مشرۍ سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو د تخلیې او بارولو په موخه مارکېټ جوړولو په موخه ناسته شوې.

دغه ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۴۴۴/۱۲/۰۴ تاریخ د ۵۹۶۶ ګڼې حکم پر اساس او د کابینې د ۲۴ مې ګڼې مصوبې له مخې ترسره شوې.

دغه چاره د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د کانونو او پترولیم وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت، او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت په ګډون ترسره کېږي، چې په دې لومړنۍ ناسته کې د هر وزارت دندې او مسولیتونه مشخص شوي دي.

په ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او پروګرامونو د پراختیا مرستیال مولوي روح الله احمدي ویلي؛ هر وزارت دې څومره ژر چې کېدای شي په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو د تخلیې او بارګیرۍ د مارکېټ جوړولو په تړاو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي، چې روښانه پایله به یې له اړوندو مسولو چارواکو سره شریکه شي.