د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او علماوو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د لعلپورې قومي مخورو او علماوو د ننګرهار ولایت ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو او ولسوالیو کې د اسلامي امارت د سیمه ییزو مسولینو او ولسونو پر ګډې همکارۍ خوښي ښودلې او ویلي یې دي، له اسلامي امارت څخه هر راز ملاتړ او د تېر په څېر قربانۍ ته چمتو دي.
دغو قومي مشرانو او علماوو په لعلپورې ولسوالۍ کې د دوو روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو خوښي ښودلې او په یاده ولسوالۍ کې یې د ښوونځيو، مدرسو او نورو پراختیايي پروژو د عملي کېدو د غوښتنې تر څنګ ویلي، په لعلپورې ولسوالۍ کې بستریز مجهز روغتون نشته، هیله ده اسلامي امارت دې برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
د لعلپورې ولسوالۍ قومي مخورو او علماوو په یاده ولسوالۍ کې د ولسونو د ستونزو د حل په موخه خپل یو شمېر وړاندېزونه هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال لومړی په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو او توپان له امله په رامنځته شویو زیانونو خواشیني څرګنده کړې او ویلي؛ دا مهال مرستندویه ادارې په ننګرهار کې د مرستو په رسولو بوختې دي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ په تېرو دوو جهادي دورو کې د یادې سیمې په شمول د ننګرهار ټولو ولسونو ډېر زحمتونه ګاللي او قربانۍ یې د قدر وړ دي.
د لیدنې په پای کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له اسلامي امارت سره د لعلپورې ولسونو د ملاتړ او همکارۍ مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د ستونزو د حل په موخه به یې اړینې کړنې ترسره کړي.

