ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ترکیې ترمنځ سوداګریزه کچه لوړه شوې

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

د دې خونې مسولینو د ترکیې له پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان پر صادراتي توکو د ترجیحي تعرفې د کمولو او د سوداګریزو اړیکو د کنفرانس او ​​دوه اړخیزو ناستو د جوړېدو غوښتنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولینو ویلي، په تېرو درېيو کلونو کې د سيمې له هېوادونو سره په اقتصادي او سياسي برخه کې د پام وړ پرمختګ شوى.

دوی زیاته کړې، کورني او بهرني پانګوال کولى شي د شرعي احکامو په پام کې نيولو سره په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په افغانستان کې د ترکیې د سفیر مرستیال عمرنعمان دوغروقل، افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا او سیمې ترمنځ د نښلولو نقطه ګڼلې او ویلي يي دي، د سیمې او نړۍ د نښلولو لپاره باید د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ یو ګډ پل جوړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ ترکیه د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره ښه نیت لري او په همدې خاطر مو خپل هوايي حریم د افغان الوتکو د الوتنې لپاره پرانیستی دی.

د یادولو ده، چې تېره ورځ په کابل کې د افغانستان خصوصي سکټور او د ترکیې د سوداګرۍ د اخلاقي ټولنې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو لومړنۍ غونډه جوړه شوه.