د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو یو شمېر علماوو، مجاهدینو او مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یادو علماوو او مخورو د خپلو ولایتونو د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي مسایلو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
دوی د امنیت او ارامي د ټینګښت او خلکو ته د خدماتو برابرولو په برخه کې د اسلامي امارت د محلي ادارو د مسولینو او مجاهدینو له کړنو او فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړې.
یادو علماوو د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې په هغو ولایتونو کې ښوونې او روزنې، روغتیایي مرکزونو، نښلوونکو لارو، پراختیایي چارو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بېلا بېلو ولایتونو علماوو، مجاهدینو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، په بېلا بېلو برخو کې خلکو ته د خدماتو برابرول د مسولینو دندې او مسوولیتونه دي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، مسولین په مرکز او ولایتوتو کې تر خپله وسه هڅې کوي، چې د خپل ملت غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

