د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري د اوزبیکستان د کانونو او جیولوژي وزارت له مرستیال قدیرایف سره په لیدنه کې د کانونو د کشف او کیندنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د کاني موادو د صادراتو او پروسس پر تړاو خبرې کړې.
کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې دې لیدنه کې ښاغلي بدري د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو د څېړنو او ګډو مطالعاتو د تر سره کولو په موخه د لاسلیک شویو تړنونو په پلي کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې اوزبیکستاني پانګوال کولای شي په افغانستان کې د هایدرو کاربنونو او جامدو کانونو په استخراج او پروسس پانګونه وکړي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ دې لیدنه کې اوزبیکستاني پلاوي د ګډو مطالعاتو د تر سره کولو ترڅنګ د افغانستان د اوسپنې کانونو او هایډرو کاربنونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې او د عملي چارو د پیل ژمنه یې کړې ده.

