د مالیې وزارت ویلي؛ د دې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د ۱۰.۳میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار په محصولي او سرحدي ګمرکونو کي درې پروژې بشپړې او ګټي اخیستني ته وسپارل شوې.
یاد وزارت زیاته کړې؛ په دې پروژو کي د تورخم ګمرک د سکېنر له پاره د هنګر جوړول، د تورخم او بندروالۍ د هنګرونو او د ننګرهار محصولي ګمرک د اداري ودانۍ بیارغول شامل دي، چې ټول لګښت یې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی دی.
د یاد وزارت په وینا؛ د دغه پروژو په پلي کېدو سره به په یادو ګمرکونو کې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته اسانتیاوي برابرې شي او د سوداګریزو توکو د ښه خوندیتوب او په ګمرکي طۍ مرحلو کې به هم لا اغیزمنتوب رامنځته شي.
د یادوني وړ ده، چې مالیې وزارت د هېواد د ټولو ګمرکونو بیارغونې، سیسټم جوړونې او عصري کولو ته پوره ژمنتیا لري او په دې برخه کي یې اړینې کړنې هم ترسره کړې دي.

