ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې رول نه لري خو تل زیانمن شوی دی

افغانستان په نړۍ کې یو له هغو شپږو هېوادونو څخه دی چې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د اقلیمی بدلون او ګلخانه یي ګازو د تولید له امله زیانمن دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي؛ افغانستان سره له دې چې د اقلیم په بدلون کې لږ ونډه لري، خو د نړۍ په کچه د اقلیم د بدلون تر ټولو ډېر زیانمن هېواد دی.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم بدلون سره د تطبیق امر محب الله بهار ویلي؛ ښاریان باید د اقلیم له بدلونونو خبر شي او په خوندي سیمو کې د استوګنې کورونه جوړ کړي.

له بلې خوا د چاپېریال ساتنې کارپوهان په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغېزو په کمولو کې د نړیوالې ټولنې او د اقلیم د بدلون اړوند بنسټونو همکاري مهمه ګڼلې.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له څو میاشتو راهیسې د اقلیم  بدلون شاهد دی، چې زموږ هېوادوالو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.