د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د چارو د ارزونې غونډه کې ویلي؛ ځینې کړۍ هڅه کوي د نشهیي توکو سره د مبارزې، امنیت او نورو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې له پامه وغورځوي او په پر شته لاسته راوړنو سوری وغوروي.
نوموړي زیاته کړې، په دې وروستیو کې لویدیځ هېوادونه خپل معلومات د افغانستان د خلکو د دښمنانو له سرچینو څخه راټولوي او له کوم ښکاره مکانیزم پرته پر اسلامي امارت بې بنسټه تورونه لکوي.
د چارو شنونکي نړیوال له افغانستان سره په دوه مخۍ تورنه وي او وايي، چې د ملګرو ملتونو په ګډون لویدیځ هېوادونه په ښکاره د اوسني نظام د ناکامۍ هڅې پیل کري.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په افغانستان بهرنۍ وسله والۍ ډلې شتون نه لري او د بشر حقوق خوندي دي.
مولوي امیر خان متقي له لویدیخ هېوادونو غوښتي، چې پر اسلامي امارت دې بې بنسټه تورونه نه لکوي او که په دې تړاو اندېښنې لري افغانستان کې د خپل سفارتونه خلاص کري او هر څه دې له نږدې وګوري.

