د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د صرافانو د ټولنو له استازو سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې په پیل کې د افغانستان بانک رییس ویلي؛ د افغانستان بانک ژمن دی ترڅو ګران هېوادوال د صرافۍ او پولي خدمتونو په برخه کې له خوندي او ډاډمنو خدماتو څخه برخمن شي او د دې موخې د ترلاسه کولو په پار به د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د مؤثریت او ښه والي لپاره په پرله پسې توګه هلې ځلې وکړي، ترڅو یاد سکتور د افغانستان بانک د قانون په رڼا کې میکانیزه کړي او هېوادوالو ته د ډاډمنو پولي خدمتونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
نور احمد اغا د ټولو د صرافانو ستونزې او غوښتنې اوریدلي او ورسره یې ژمنه کړې، چې ستونزو ته به د بانک د اړوندو امریتونو د اصولو او مقرراتو په رڼا کې مناسبې حل لارې وموندل شي.
د غونډې په دوام کې د صرافانو د ټولنو استازو ژمنه کړې، چې خپل ټول فعالیتونه به د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ترسره او د خلکو لپاره به اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی امر صدیق الله خالد او د غیر بانکي مالي موسسو د څارنې لوی امر احمد ظاهر ناصرزي او نورو اړوندو همکارانو هم ګډون کړی و.

