ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پیرو کې ۲۵ کسان د یوې ترافیکي پېښې له امله مړه شوي

د سویلي امریکا په پیرو هېواد کې د اندیس غرونو له یوې لوړې برخې یو مسافر وړونکی بس را پریوتی، چې له امله یې ۲۵ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

د دې هېواد پولیس وايي؛ دا مسافر وړونکی بس چې ۴۲ کسان پکې سپاره وو له سړکه وتلی او د سپرلۍ د ژغورلو عملیات یې جریان لري.

یاد بس چې د پیرو له پلازمېنې لیما څخه ایکوچو ته پر لاره و، د مرکزي اندیس غرونو په سویلي برخه کې له یوې لوړې برخې را غورځیدلی دی.

پیرو کې ترافیکي ډېری ترافیکي پېښې د غرنیو او لوړو سړکونو له امله رامنځته کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د روان زېږدیز کال اپریل میاشت کې هم په ورته ترافیکي پېښه کې ۲۵ کسانو ژوند بایللی و.