ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فراه، پکتیکا او روزګان ولایتونو کې به ډېر ژر د لمریزې برېښنا پروژو چارې پيل شي

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په یوه ناسته کې د یو خصوصي شرکت له استازي سره په فراه، پکتیکا او ارزګان ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پروژو د پلي کولو په اړه خبرې کړي.

په دې لیدنه کې ملا عبداللطیف منصور ټينګار کړی، چې ژر تر ژر دې د دغو پروژو قراردادونه لاسلیک او چارې دې پيل شي.

په ورته مهال، د انرژي پروګرامونو تخنیکي مسولینو او د یاد شرکت استازو په فراه، روزګان او پکتیکا ولایتونو کې د یادو پروژو د پلي کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او یادونه یې کړې، چې دغه پروژې د قرارداد لپاره چمتو دي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د یاد وزارت څو سترې پروژې د یاد شرکت په پانګونې سره پرمخ وړل کېږي، چې له هغې ډلې څخه د نغلو ۱۰ میګاواټه لمریزه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې ده.

همدغه راز، د دغه شرکت استازي څرګنده کړې، چې لېواله دی په کابل کې تر ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید په بله پروژه کې هم پانګونه وکړي.