ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د ۶ بهرنیو ګرځندویانو مړي موندل شوي

د راپورونو پر اساس؛ د ټایلینډ پلازمینې بنکاک په یو ګرانبیه هوټل کې د ۶ بهرنیو ګرځندویانو مړي موندل شوي.

د یاد هېواد پولیسو څېړنې پیل کړې، خو تر اوسه د دې کسانو د مړینې لامل نه دی څرګند شوی. ویل کېږي چې دوی د ویتنام هېواد اوسېدونکي دي.

د یاد هېواد لومړي وزیر سریتا تاویسین امنیتي ادارو ته امر کړی، چې د ټایلنډ د ګرځندویۍ پر صنعت د منفي اغیزو د لرې کولو لپاره دې ژر تر ژره د یادې پېښې هر اړخیزه پلټنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې ګرځندويي د ټایلينډ هېواد مهم عایداتي سکټور دی او یوازې تېر کال له دغه هېواد څخه ۲۸ میلیونه بهرنیو ګرځندویانو لېدنه کړې وه او شاوخوا ۳۳ میلیارده ډالر یې پکې مصرف کړي وو.