ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت او مرستندویه ادارو ننګرهار کې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمن شویو سره د مرستو لړۍ پیل کړه

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د يو شمېر مسولينو په ملتيا په سره رود ولسوالۍ کې له هغو کورنیو څخه لیدنه کړې، چې د تېرې ورځې توپان او اورښتونو په پېښه کې يې د کورنۍ غړي شهیدان او يو شمېر يې ټپيان شوي دي.

مولوي سعيد احمد بنوري د يادو کورنيو غړو ته د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي او ډاډ يې ورکړی، چې اسلامي امارت او مرستندويه ادارې به ور سره لازمې مرستې تر سره کړي.

د ولایت مرستيال ویلي، ډېر ژر به اسلامي امارت له لوري د پېښو قربانيانو سره نغدي او نورې اړينې مرستې تر سره شي او په پراخه کچه ورته نورې مرستې هم جلب شوي، چې په شفاف ډول به پرې ووېشل شي.

ښاغلي بنوري او ور سره مسولینو په ياده سيمه کې د تخريب شويو فصلونو، ځمکو او نورو کورونو څخه هم ليدنه کړې او ډاډ يې ښودلی چې ټولو زيانمنو شويو کورنيوته به لازمه پاملرنه وشي.

همداراز مولوي سعيد احمد بنوري او د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې عمومي ریيس مولوي نورالدين ترابي په مرسته د رییس الوزار له لوري د سره رود ولسوالۍ مسته خېل يا احمدي سټاپ هغې کورنۍ ته ۸۰۰ زره افغانۍ مرسته ورکړې، چې د کورنۍ اووه غړي يې شهيدان او دوه ټپيان شوي وو.

مولوي نورالدين ترابي ویلي، دا مرسته له دې کورنۍ پيل شوه او په دوام به یې نورې مرستې ټولو ته ورسول شي.

نوموړي زیاته کړې، هرې کورنۍ سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته هم کيږي.