ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۸ زره او ۷۱۳ فلسطینیان شهیدان شوي

د غزې مطبوعاتي دفتر وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې د دې تړانګې له بېلابېلو سیمو څخه لږ تر لږه ۳۲۰ شهیدان او ټپیان روغتونونو ته راوړل شوي دي.

د تېرو څو اونیو راهېسې غزه تړانګه د اسرائیلي یرغلګرو له سختو او ویجاړونکو بریدونو لاندې ده، چې له امله یې سلګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو نږدې ۱۰ میاشتې پوره کېدونکې دي، خو دا بریدونه ورځ تر بلې زور اخلي او د دې تړانګې بېلابېلې سیمې بیا-بیا د یرغلګرو تر بریدونو لاندې راځي.

تېره شپه هم د غزې په مرکزي سیمو د اسرائیلي له لوري هوايي بریدونه شوي، چې ۳۵ فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.

دغه‌راز د کډوالو په النصیرات کمپ د اسرائیلو په برید کې د پینځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۸ زره او ۷۱۳ فلسطینیان شهیدان او ۸۹ زره او ۱۶۶ نور ټپیان شوي دي.