ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تورخم او سپین بولدک کې د بار وړونکو لاریو لپاره جلا لاره جوړېږي

د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له استازو سره لیدنه کړې او په تورخم او سپین بولدک ښارګوټو کې یې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو د کور او ښار جوړولو وزارت له وزیر غوښتي، چې په تورخم او سپین بولدک کې د بار وړونکو لاریو لپاره د سړک، پُل او یوې بلې لویې دروازې د جوړولو لپاره د پلان او طرحې جوړولو په موخه اړوندو څانګو ته لارښوونې وکړي.

یادو استازو ویلي، دمګړۍ په یادو سیمو کې په سلګونه لارۍ د لارې د تنګوالۍ او د سمو امکاناتو د نشتون امله ولاړې دي، چې د نوي سړک، پُل او جلا دروازې په جوړېدو سره به د لاریو په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي او سوداګر به له سر خوږي خلاص شي.

شیخ حمدالله نعماني د صنعت او سوداکرۍ وزارت له استازو غوښتي، چې خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او مشخصات دې د یو رسمۍ مکتوب له لارې د کور او ښار جوړولو وزارت سره شریک کړي، تر څو د دغه وزارت اړوند ریاستونه د هغې په رڼا کې پلان، طرحه او ډیزاین جوړ کړي.