ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر د سره صلیب د سویل ختیځې اسیا له سیمه‌ییز مسول سره لیدنه کړې

مالیزیا کې د اسلامی امارت سفیر نقیب‌الله احمدي د سره صلیب نړیوالې کمیټې د سویل ختیځې اسیا له سیمه‌ییز مسول جوان پیډرو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د اسلامي امارت سفیر له لوري مفصل معلومات وړاندې شوي او د بشردوستانه مرستو په وېش کې د اوسني دولت پر روڼتیا او منظموالي خبرې شوې دي.

همداراز په دې لیدنه کې د بشردوستانه مرستو د وېش په څرنګوالي، له افغاني سرې میاشتې سره د همکارۍ په پراخوالي او د وروستیو طبیعي پېښو له امله د زیانمن شویو افغانانو لپاره د بشري مرستو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

 د سره صلیب سیمه‌ییز مسول ویلي؛ افغانستان د سرې میاشتې نړیوالې کمېټې په لومړیتونو کې ځای لري، ځکه دا هېواد د اوږدې جګړې له امله زیانمن شوی دی او په بېلا ‌بېلو برخو کې زیاتو مرستو ته اړتیا لري.