ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر: سرحدونه د افغانانو ارزښتونه دي چې د سر په بدله ورنه ساتنه کوي

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د مرکز په شمول له ټولو ولسواليو څخه راغلیو سلګونه دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامه خلکو ترمنځ د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام په نوم ستره ولسي غونډه کې ګډون کړی.

یاده غونډه، چې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معینیت له خوا جوړه شوې وه، په کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د لوګر والي شیخ ضیاالرحمن مدني، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د علماو شورا رییس، د ولایتي ادارې ملکي او نظامي مسولینو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

ملا نورالله نوري ویلي؛ لوګر د جهاد په ډګر کې د کابل کیلي، د علم کان دی او د دوی د قربانیو مثال بل څوک نشي وړاندې کولی، چې نن یې له برکته په دې هېواد باندې سپین لمر ختلی دی، ټول افغانان د یو برق او نظام د سیوري لاندې اوسېږي.

ښاغلي نوري زیاته کړې؛ موږ د میلیونه شهیدان او زخمیان ورکړي دي، چې له امله یې انسانانو څخه نیولي تر حیوانانو او ونو حقوق هم په کې خوندي دي.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ویلي، د خلکو ترمنځ د شخړو او عداوتونو د لرې کولو په موخه کمېټه جوړه کړې او تر اوسه څه یې ټول هېواد کې نږدې ۴۰۰ شخړې او دښمنۍ حل کړي دي.

همدارنګه د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد ویلي؛ د لوګر ولس په تېر شل کلن میدان کې سخت ځلېدلي او نه هېرندونکي مېړانې یې کړي دي، موږ ولسونو ته ډاډ ورکوو، چې دغه نظام ستاسو کور دی، موږ د ملت منافعو باندې ځانونه قربانوو.

نوموړي له ولسونو غوښتنه کړې، چې د شریعیت د پلي کولو او بېځایه رواجونو په مخنیوي کې خپل مسولیتونه ادا کړي.

مولوي محمد عالم رهبر ویلي؛ دغه نظام زموږ او ستاستو ګډ کور دی، ساتنه او ملاتړ یې د ټولو ولسونو ګډ مسؤلیت دی.

نوموړي له ټولو قومي مشرانو غوښتنه کړې، چې د خپلو سیمو او ولایت په کچه ستونزې او وړاندیزونه په کتبي ډول حکومتي مسولینو سره شریکې کړي.

لوګر والي شیخ ضیاالرحمن مدني ویلي، چې موږ د دې ولس د ښې ګڼو پوره وړي یو په همدې موخه مې د دې ولایت د اوسېدونکو یو شمېر غوښتنې او ستونزې  تېره ورځ له رییس الوزرا سره شریکې او نږدې ورځو کې به یې د حل شاهدان ووسو.

دغه راز د مرکز او ولسوالیو د ولسونو استازو په خپلو خبرو کې ویلي؛ افغانانو د یووالي په پایله کې اوس دلته اسلامي نظام قایم شوی او پاېښت هم یووالي او اتحاد پورې تړاو لري.

یادو مشرانو د پوهنې، برېښنا، اوبو بندونو د جوړولو، یو شمېر ولسوالیو ته د غځېدلي سړکونو اساسي جوړولو، د روغتیا، کرنې او مالدارۍ، کانونو او یو شمېر نورو بنسټیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، زموږ نظام له ولسه جوړ نظام دی او نړېوال دې د رسمیت پېژندنې برخه کې له ناغیړي څخه نور لاس واخلي.

دغه راز د غونډې په لړ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لوګر کې له ولسونو سره د تېرو غونډو د هغو وړاندیزونو په اړه هم مالومات شریک کړي، چې تر دې دمه ورته رسېدنه شوې ده.