ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوبو او انرژي وزارت: د قوشتیپې کانال د لومړي فاز د دویمې برخې ودانیو د قرارداد څېړلو په هکله ناسته شوې

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده تر مشرۍ لاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت سلاکار عزیزالرحمن رحماني او د ټولګټو او اوبو او انرژي وزارتونو او یو شمېر نورو اړوندو ادارو د ریيسانو او تخنیکي مسولینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اړوندو وزارتونو او ادارو تخنیکي مسولینو د قوشتیپې کانال د لومړي فاز د دویمې برخې د ودانیو د قرارداد د څېړلو د بېلا بېلو برخو په هکله بحث او د اندونو تبادله کړې.

د اوبو مرستیال په دغه ناسته کې د یادې پروژې د لومړي فاز د دویمې برخې د ودانیو د قرارداد د څېړلو په هکله د تخنیکي مسولینو د اندونو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته، اړوندو مسولینو ته اړینې لارښوونې کړي او پرېکړه یې کړې، چې دغه موضوع دې په راتلونکي اونۍ کې د اړوندو وزارتونو او ادارو د موؤلینو په شتون کې په یوه ناسته کې د اړینو تصمیمونو د نیولو په موخه په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي.