ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستان ته د کډوالۍ عالي کمیشنر سفر؛ له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په تړاو خبرې کوي

د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالۍ عالي کمیشنر فلیپ ګراندي په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته تللی، تر څو د دې هېواد له چارواکو سره د افغان کډوالو ستونزې شریکې کړي.

د راپورونو پر اساس، نوموړی به له پاکستاني چارواکو او د افغان کډوالو له استازو سره د کډوالو جبري ایستلو لړۍ او ستونزو په اړه خبرې وکړي.

له بل لوري د افغانستان کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د ملګرو ملتونو سازمان کډوالۍ له عالي کمیشنر غواړي، چې په کوربه هېوادونو فشار راوړي تر څو د کډوالو له جبري ایستلو لاس واخلي.

د یاد وزارت مسولین وايي، چې له تېرو ۱۷ ورځو راهیسې له څلور زره زیات افغان کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

له دې وړاندې هم یو شمیر هېوادونو او د کډوالو ملاتړو سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي و، چې د افغان کډوالو جبري ایستل دې ودروي.