ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کایر سټارمر په مشرۍ کارګر ګوند د برېټانیا پارلماني ټاکنې وګټلې

برتانیا کې تېره ورځ عمومي ټاکنې پیل شوې، چې له لارې یې د دغه هېواد عمومي مجلس ته ۶۵۰ غړي ټاکل شوي وو.

هر هغه ګوند چې ډېرې څوکۍ لاسته راوړي، مشر به یې د برتانیا لومړی وزیر وټاکل شي.

بریتانیا ۶۵۰ ټاکنیزې حوزې لري او د دې ټولو حوزو هر رایې ورکوونکی باید د ځايي اوسېدونکو په استازیتوب یو کاندید دارالعوام یا استازو جرګې ته وټاکي.

د اعلان شویو رایو له مخې کارګر ګوند د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه څه باندې ۵۰۰ څوکۍ ګټلې دي.

دا تر ۱۴ کلن ځنډ وروسته لومړی ځل دی، چې یو بل ګوند په برتانیا کې واک ترلاسه کوي.

د برتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک هم د خپل ګوند ماتې منلې او د کارګر ګوند د بریا مبارکي یې ورکړې ده.

په تېر ځل ټاکنو کې چې په ۲۰۱۹ کال شوې وې، د بوریس جانسن په مشرۍ محافظه کار ګوند ۳۶۵ څوکۍ ګټلې وې او کارګر ګوند کاندیدانو پر ۲۰۳ څوکیو بریا خپله کړې وه، چې دا په ټاکنو کې له ۱۹۳۵ وروسته د یاد ګوند تر ټولو ستره ماتې بلل شوې وه.