د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا، د هېواد د سویلي ولایتونو ښوونیز وضعیت ارزونې او د پوهنې مسولینو، علماوو او قومي مخورو سره د لیدنې په موخه، نن پکتیکا ولایت ته سفر کړی.
د پوهنې وزیر، د پکتیکا ولایت له پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل خالد، رهبرۍ، د علماوو شورا رییس شیخ عبدالقدوس اعظمي، مسولینو او کارکوونکو سره په لیدنه کې د ديني او عصري علومو د پياوړتيا او پراختیا په برخه کې یې د یاد وزارت د پرمختيايي پروګرامونو او د هېواد بچیانو لپاره د ښوونې او روزنې د اسانتياوو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.
نوموړي ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت په حاکمیت سره، د علم پروره خلکو، ملي سوداګرو او مرسته کوونکو بنسټونو په مالي مرسته، په ټول هېواد کې په سلګونو بابه ښوونځي جوړ شوي دي او زیاته کړې یې ده، د پوهنې د پراختیا او معياري کولو لپاره به له هېڅ راز هلوځلو څخه درېغ ونه کړي.
د پکتیکا پوهنې رییس ویلي، له دې سربېره چې پوهنې وزارت مشرتابه د خپلو زیاتو وظیفوي مصرفیتونو سره سره، دغه ولایت ته سفر وکړ؛ ترې مننه او قدرداني کوي.
د یاد ولايت د علماوو شورا رییس د مسلکي ښوونکو د کمښت، د یو شمېر ښوونځيو لپاره د ودانیو نشتون، د علي بابا مرکزي لېسې اړوند ستونزې، متوسطې او لېسې ته د یو شمېر ښوونځيو ارتقا ورکولو موضوع او د پوهنې رياست د اداري او تدريسي تشکيلاتو د زياتوالي په ګډون يو شمېر ښوونيزې او روزنيزې ستونزې مطرح او د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه يې غوښتي، چې د يادو ستونزو د حل په برخه کې دې اړوندو مسولينو ته لازمې سپارښتنې وکړي.
همدارنګه د پوهنې وزیر ژمنه کړې، چې د یاد وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې د اړتیا وړ بستونو په زیاتوالي سره به د دغه ولایت پوهنې ریاست ته لومړیتوب ورکړل شي.
مولوي حبیب الله اغا او ورسره مل پلاوي د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د حضرت بلال (رضی الله عنه) نمونوي لېسې په ګډون له یو شمېر مدارسو او ښوونځیو، مسولینو، ښوونکو او زده کوونکو سره هم لیدنه کړې او د ستونزو د ارزونې ترڅنګ يې، هغوی خپلو بنسټیزو مسوليتونو ته هڅولي دي.

