د نایجیریا رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ (شنبه، د چنګاښ نهمه) د دغه هېواد د بورنو ایالت په بېلابېلو برخو کې د درې چاودنو له امله شاوخوا ۱۸ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د یاد هېواد د امنیتي مسولینو په وینا؛ دغه چاودنې د واده او جنازې په مراسمو او یوه روغتون کې شوې دي.
ځینو ځايي رسنیو د وژل شویو کسانو اصلي شمېر د حکومت له لوري تر اعلان شوي شمېر ډېر لوړ ښودلی.
د نایجیریا پوځ تر دغو خونړیو پېښو وروسته بورنو کې ګرځبندیز اعلان کړی دی.
تر اوسه کومې ډلې په رسمي ډول د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

