ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته سفر کړی

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د مولوي ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د دوحې په درېیمه ناسته کې د‌ ګډون په موخه قطر ته سفر کړی.

دا ناسته د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړېږي.‏

‏د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته به د جون پر ۳۰مه پیل او د جولای تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

په دې ناسته کې به د اسلامي امارت پلاوي سربېره به د ملګرو ملتونو او ځینو نورو هیوادونو ځانګړي استازي هم ګډون وکړي او د افغانستان پر اړوندو موضوعاتو به پکې بحث او خبرې وشي.