د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي؛ ايران کې مېشت درې زره او ۱۳ تنه افغان کډوال د چنګاښ پر پینځمه او شپږمه نېټه د نیمروز ولایت د ابریشم له لارې پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شوي.
د نیمروز ولایت د ابریشم بندر د سرحدي امر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۹۹۰ تنه یې اړمن پېژندل شوي او د مرستو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر ته ور پېژندل شوي دي، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړي او همدارنګه ۴۱ کورنیو د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته ترلاسه کړې ده.
دغه راز ۲۶ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندې په موخه MPO موسسې ته ور پېژندل شوي، ۱۹۰ تنو ته سیمکارت وېشل شوي او ۲۲۶ تنه له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شوي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ یو زر او ۱۵۵ تنه افغان کډوال د چنګاښ پر پینځمه او شپږمه د سپین بولدک او تورخم له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۱۶ کورنۍ، چې ۶۴۲ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او هلته د کډوالۍ له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۹۷ کورنۍ، چې ۵۱۳ تنه کیږي په جبري توګه د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې له پاکستان څخه راستنې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي دي.
دغه راز له ټولو کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم شوې.

