ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: هېوادوالو ته دې د سهولتونو برابرېدو په برخه کې جوت بدلون رامنځته شي

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير تېر مازیګر (سه شنبه، د چنګاښ پینځمه) د ریاست الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې له یوشمېر غړو او د بېلابېلو ادارو مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي، د همکاریو په پراختیا او د خدماتو د مؤثریت په زیاتېدو خبرې شوي.

مسولینو له سیمه ییزو ولسونو سره د پریکړې او همغږۍ په پياوړتیا ټینګار کړی او ویلي يي دي، د مرکزي او سیمه ییزو ادارو دروازې د ولسونو پر مخ خلاصې دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ په ادارو کې بیروکراسي او فساد پای ته رسېدلی او په وخت سره د خلکو په عرایضو او غوښتنو اجراات ترسره کېږي.

مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې باید مسولین د اولویتونو په درجه بندۍ سره د خدماتو پوښښ پراخ کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اسلامي امارت د مسولینو او ادارو هڅې ستایلي او ویلي يي دي، اړتیا ده چې د ادارو د فعالیتونو په پایله کې د خلکو د ستونزو د حل او سهولتونو د برابرېدو په برخه کې جوت بدلون رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې؛ ټولې ادارې دې په همغږي‌ ډول د ټاکلو موخو لپاره هڅې وکړي، چې بیکاري او بیوزلي مهار او د اقتصادي پياوړتیا، ټولنیز مثبت بدلون او بنسټونو د رغولو لپاره بنسټیز کار وشي.