ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له ملا عبدالغني برادر اخوند سره د جنوبي افریقا د یو شمېر پانګوالو لیدنه؛ افغانستان کې یې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د جنوبي افریقا یو شمېر پانګوالو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان میاشتې په څلورمه نېټه د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال د جنوبي افریقا پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له رامنځته شوو فرصتونو څخه په استفادې د کانونو په سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، چې دوی به د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته کانونه استخراج او پروسس کړي.

همدا راز د یاد هېواد د روغتیا برخې متخصصینو ویلي؛ د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ غواړي، چې په افغانستان کې د روغتیا سکټور د ملاتړ په موخه یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړي، تر څو افغانانو ته په ښه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د جنوبي افریقا پانګوالو، علماوو او د روغتیا برخې متخصصینو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې اوس‌مهال افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او ټول کورني او بهرني پانګوال له دې فرصت څخه استفاده کولای شي.