ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو، مجاهدینو او امارتي ادارو له یو شمېر مسولینو سره لیدنه کړې.

په پيل کې یادو قومي مخورو او علمای کرامو سیاسي مرستیال ته د حج فريضې اداء کولو مبارکي ویلې او نوموړي ته يې د ښه خدمت لپاره د روغتيا دعا کړې ده.

راغلو علمای کرامو او مخورو د تېر لوی اختر په ورځو کې د امنیتي ادارو د هڅو ستاينې ترڅنګ ویلي، چې د ډاډمن امنیت له کبله د اختر مراسم په ښه ډول ترسره او د مسولو ادارو لخوا ولس ته اړین خدمتونه وړاندې شول.

قومي مشرانو له نظام سره د خپلې همکارۍ د دوام ډاډ ورکړی او څرګنده کړې یې ده، چې افغان ولس د باثباته او اسلامي حکومت غوښتونکی دی او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو مخ وانه ړوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست تر څنګ د امنیت په ټینګښت کې له اړوندو ادارو سره د خلکو له همکارۍ څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت ټوله تکیه پر ملت ده او د حکومت د پرمختګونو سبب د خلکو لخوا اسلامي نظام ته لاس ورکول دي.

مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې امارتي ادارې ولس ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې مسولې بللې او زياته کړې یې ده، چې د حکومتي بنسټونو د خدماتو وړاندې کولو لړۍ به لا غوره او پراخه شي.