ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د اسلامي امارت د مسولينو دروازې د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانيستې دي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان او کندوز ولایتونو له يو شمېر مجاهدينو او متنفذينو سره لیدنه وکړه.

په پيل کې هغوی د خپلو ولايتونو د ټولنيزو، اقتصادي او امنیتي مسائلو په اړه خبرې کړې.

هغوی د امنيت تأمين، ارامي او د اسلامي امارت مجاهدینو له لوري خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په اړه د ځايي ادارو د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړی او خپل رضایت یې ښودلی دی.

د جوزجان او کندوز ولایتونو متنفذينو همداراز د اسلامي امارت له مسولينو غوښتي، تر څو په يادو ولايتونو کې ښوونې او روزنې، روغتيايي کلينيکونو، مواصلاتي لارو، انکشافي چارو او د ځوانانو کارموندنې ته پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د يادو ولايتونو مجاهدينو او متنفذينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د اسلامي امارت د مسولينو دروازې د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانيستې دي او د وړانديزونو، نظرياتو او ستونزو د بيان له امله يې له هغوی مننه کړې ده.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مختلفو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت د مسولينو دندې او مسؤليتونه بللي او ویلي یې دي، چې په مرکز او ولايتونو کې مسولين تر خپلې وسې هڅه کوي، چې د خلکو غوښتنو ته رسیدنه وکړي.