ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بدخشان کې تېر کال څه‌باندې ۱۱۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د بدخشان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۱۰ زره او ۲۲۹ پېژندپاڼې وېشلې، چې ۵۰ زره او ۶۸۹ برېښنايي او ۵۹ زره او ۵۴۰ یې کاغذي دي.

د بدخشان ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ حبیب‌الرحمن عثماني وايي، چې د مرکز په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسواليو کې یې دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې ۴ زره او ۲۸۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۵ زرو او ۹۷۲ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۵زره او ۳۳۷ زېږون کارتونه او ۶۳۵ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې شوي دي.

د یاد رياست د معلوماتو پر بنسټ؛ په دې ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې لومړۍ یې په مرکز فیض اباد او دویمه هغه یې په بهارک ولسوالۍ کې موقعیت لري.

یادې څانګې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره (د مثنی تذکرې وېش، د زېږونونو، ودونو، طلاق او د کورنۍ د پاتې غړو د ثبت) هم وړاندې کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره خپلې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کولای شي.