ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: ملګري ملتونه دې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته د سپارلو د غوښتنې په دوام د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له ملګرو ملتونو غوښتی، چې په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: “په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانانو حق دی او باید ورته وسپارل شي، چې افغانستان هلته خپل استازیتوب وکړي. دغه‌راز موږ هلته اړیکو ولرو، تر څو ستونزو ته حللارې پیدا کړو.”

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت ته د دې څوکۍ نه سپارل د افغانانو پر وړاندې ظلم دی او دا کار باید پای ته ورسېږي.

ښاغلی مجاهد وايي: “څه باندې دوه نیم کاله کیږي چې دا څوکۍ اسلامي امارت ته نه ده سپارل شوې او دا د افغانانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو بې انصافي څرګندوي.”

بل خوا یو شمېر سیاسي کارپوهان او پخواني ډیپلوماټان د افغانستان د ننګونو په حل کې د ملګرو ملتونو رول مهم ګڼي.

ملګري ملتونه په ۱۹۴۵ کال کې تاسیس شوي او افغانستان په ۱۹۴۶ کال کې د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړی دی.