ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو دوام؛ په تېره یوه اونۍ کې څه باندې ۸۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي

د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې څه‌باندې ۸۰۰ فلسطینیان شهیدان او له دوو زرو او ۴۰۰ څخه زیات ټپیان شوي دي.

یادې ټولنې زیاته کړې؛ د روانې عیسوي میاشتې له پیل راهېسې د صهیونیستي رژیم د بریدونو زیاتوالی د دې څرګندونه کوي، چې اسرائیلي یرغلګر د فلسطینیانو ژوند په بشپړ ډول له پامه غورځوي.

د دې ټولنې د بیړنیو خدمتونو برخې مسول بریس ډی لي وین د بریدونو پر مهال د صهیونیستي رژیم د احتیاطي تدابیرو بیانیې پروپاګند بللې او په بیړني ډول یې د دغه ټول‌وژنو د درولو غوښتنه کړې ده.

پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۳۷ زره او ۱۶۴ فلسطینیان شهیدان او ۸۴ زره او ۸۳۲ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.