ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو او د کازان پولي تخنیک پوهنتون مسولینو لیدنه؛ په ګډو تحصیلي خدماتو خبرې شوي

د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د فدراتیف روسیې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو دویمې نړیوالې ناستې په څنډه کې، د تاتارستان هېواد د کازان ښار له پولي تخنیک پوهنتون څخه لیدنه کړې.

 په پیل کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو او ورسره مل پلاوي د کازان ښار د پولي تخنیک پوهنتون له مشرتابه سره ناسته کړې او وروسته یې د دغه پوهنتون له څېړنیزو مرکزونو، ټولګیو، لابراتوارونو او لیلیې څخه لیدنه کړې.

 د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د یاد پوهنتون له مشرتابه سره د لیدنې پر مهال له هغوی څخه غوښتي، چې په تخنیکي برخو کې له افغانستان سره ګډې همکارۍ وکړي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

 دغه ناسته چې ۴۲ هېوادونه یې غړیتوب لري او هر کال د فدارتیف روسیې په تاتارستان هېواد کې جوړیږي، موخه یې د غړو هېوادونو تر منځ د ګډو علمي همکاریو رامنځته کول، په راتلونکي کې د ګډو اکاډمیکو پروګرامونو جوړول او د یو بل له تجربو څخه ګټه اخیستل او په علمي ډګر کې د شته ستونزو پر وړاندې مبارزه ده.