ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیه له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول یوه اړتیا بولي

روسیه له ممنوعه نوملړ څخه د اسلامي امارت د نوم ایستل او د اسلامي امارت سره د اړیکو ټينګول یوه اړتیا بولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې هېواد یې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستل او له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول یوه اړتیا بولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دغه څرګندونې تېره ورځ یکشنبې د غبرګولي په ۲۰مه نېټه د سنت‌پټرزبورګ اقتصادي غونډې په څنډه کې ټاس خبري اژانس ته کړې.

ماریا زاخارووا زیاته کړې؛ هغه کسان چې په دې اقدام نیوکه کوي، له واقعیت څخه سترګې پټوي.

تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له اسلامي امارت سره د اړیکو په ټينګولو ټینګار کړی و.