د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ (د غبرګولي پر ۱۷مه) ۲۰۷ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي
یاد وزارت زیاته کړې؛ د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۴۰کورنۍ، چې ۲۰۷ تنه کیږي په جبري توګه د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې له پاکستان څخه راستنې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د پناغوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم شوې.

