ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او هېوادوالو ته خدمت کول د اسلامي امارت مسولیت دی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ له یو شمېر علماوو سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې علماوو د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی زیاته کړې، د اسلامي امارت مسولین او مجاهدین د امنیت په ټینګښت کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي، دغه راز ولسونو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې هم عملي اقدامات کوي.

نوموړو ټولو برخو ته د اسلامي امارت پراخې پاملرنې ته په اشارې د مدرسو، ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو د رامنځته کولو، د پراختیايي پروژو پلي کېدو او د مجاهدینو وضعیت ته د رسېدنې برخو ته د ځانګړې توجه غوښتنه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او هېوادوالو ته خدمت کول د افغانستان اسلامي امارت مسولیت او دنده ده او په دې برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د علماوو وړاندېزونو ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام دغو برخو ته رسېدنه او لازم اقدامات ترسره کړي.