ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا هدایت الله بدري: افغانستان بانک د هېواد په ټولیز اقتصاد کې مثبت رول ادا کړی

د افغانستان بانک رییس هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سټیفن راډریکز سره د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې لیدنه کړې او پر بېلابېلو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان بانک رییس بانکي سکتور، اسلامي بانکوالي، د اداینو برېښنایي کول او کوچني مالي تمویلات د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د خورا ارزښت وړ یاد کړي او د دې برخو پیاوړتیا یې د اوسني عصر اړتیا بللې ده.

نوموړي ویلي؛ د افغانستان بانک توانیدلی دی، چې بانکي سکتور په ښه ډول مدیریت کړي، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي، د اداینو د برېښنایي کولو په برخه کې عملي اقدامات تر سره کړي او همدارنګه د کوچنیو مالي تمویلاتو د پیاوړتیا په موخه منظم قوانین او مقررات رامنځته کړي، ترڅو په دې وسیله د هېواد په ټولیز اقتصاد کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

هدایت الله بدري زیاته کړې، مونږ باور لرو چې مناسبو مالي خدمتونو ته لاسرسی کولای شي د ټیټ عاید لرونکو خلکو په اقتصادي پیاوړتیا او د فقر په کمولو کې مهم رول تر سره کړي.

د افغانستان بانک سرپرست یادونه کړې، چې دا بانک له ټولو مرسته کوونکو بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او هیله لري چې مرسته کوونکي بنسټونه به خپلې مرستې د بیکارۍ کچې په کمولو او دندو په رامنځته کولو متمرکزې کړي.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس د افغانۍ د ثبات، انفلاسیون د کنترول، بانکي سکتور د مدیریت او د ټولیز اقتصاد په پرمختګ کې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د بانکي سکتور، اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، کوچنیو مالي تمویلاتو، اداینو د برېښنايي کولو او یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو امریتونو امرینو او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رییس سره راغلي پلاوي ګډون درلود.