ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سلوانیا پارلمان د رایو په اکثریت سره فلسطین په رسمیت وپېژاند

د صهيونېسي رژيم د جنايتونو پر وړاندې د فلسطين د نړيوال ملاتړ په دوام، د سلوانيا پارلمان د رايو په اکثريت سره فلسطين د يو خپلواک هېواد په توګه په رسميت وپېژاند.

تر دې مخکې د سلوانیا حکومت د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو اعلان کړی و او د دغه هېواد له پارلمان څخه یې غوښتي و، چې له دې پرېکړې سره هوکړه وکړي.

له بلې‌خوا د سلوانیا لومړي وزیر رابرټ ګلوب ویلي، چې د یوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطین په رسمیت پیژندل د فلسطین خلک هیله‌من کوي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې اسپانيا، ناروې او ايرلنډ هم فلسطين د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسميت پېژندلى و.