بهرنیو چارو وزارت د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د مخکیني جنرال قونسل عبدالجابر انصار د دندې پای ته رسېدو په تړاو د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ښاغلي انصار دنده له څه باندې پینځه کلن ماموریت څخه وروسته پای ته رسېدلې او هېواد ته راغوښتل شوی.
دې اعلامیه کې راغلي؛ د ویانا کنوانسیون د ډيپلوماتیک او قونسلي او د هېوادونو د داخلي قوانینو په اساس، د ډيپلوماتیکو مامورینو د دندې پای او بېرته راغوښتل د اړوند هېواد صلاحیت او په نړیوال عرف کې یو معمول امر دی.
بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې، چې ښاغلي انصار له ګوښه کېدو وروسته د استازولۍ په چارو کې غیرې مسولانه لاس وهنه او د عوایدو په راټولولو کې یې غیرې قانوني کړنې ترسره کړې دي، چې له امله یې د نوموړي لاسلیک او مهر د باور وړ نه دی.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ په چارو کې د ځنډ مخنیوي په موخه د نوي ډيپلومات تر ټاکل کېدو به په مشهد کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه یو ډيپلومات یادو چارو ته رسېدنه کوي.

