ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صهیونیستي رژیم د وحشتونو دوام؛ اسرائیلي عسکر د رفح منځ ته رسېدلي او په تازه بریدونو کې یې ۲۱ کسان شهیدان کړي

د صهیونیستي رژیم عسکرو د نړیوالو له سختو مخالفتونو سره سره خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او تازه د رفح ښار منځ کې ‘عوده’ سیمې ته رسېدلي دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي؛ پرون سې‌شنبه د صهیونیستي رژیم عسکرو د بې‌ځایه شویو په یوه کمپ هوايي برید کړی، چې ۲۱ کسان پکې شهیدان او ۶۴ نور ټپیان شوي.

دغه‌راز ډېری کورنیو د سختو بریدونو له امله په یوه روغتون کې پناه اخیستې ده.

عوده هغه سیمه ده، چې مهم بانکونه، دولتي موسسات او پلورنځي پکې موجود دي او له مصر سره د غزې د پولې په نیم کیلو مترۍ کې موقعیت لري.

له بل لوري اسرائیلي یرغلګرو د رفح په لویدیځ المواصي سیمه کې د کډوالو په خوندي خېمو برید کړی، چې ۲۰ فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

امریکا د یادو بریدونو په تړاو وايي، چې اسرائیل د رفح په عملیاتو کې د دوی له سرو کرښو نه دي اوښتي او دوی په دې باور نه دي، چې اسرائیلو دې د غزې په جنوبي رفح ښار بشپړ یرغل کړی وي.

اخوا بیا ملګرو ملتونو پرون سې‌شنبه په رفح ښار د اسرائیلو بریدونو په تړاو د بندو دروازو شاته ناسته کړې.

ویل کېږي ملګرو ملتونو د داسې پرېکړه لیک په مسوده کار کړی، چې رفح ښار کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه پکې کېږي.

اسرائیلي رژیم د نړیوالو له سختو غبرګونو سره سره په رفح بریدونه جاري ساتلي او د کډوالو په مېشت‌غالو هوايي بریدونه کوي.

رفح د غزې جنوبي ښار دی، چې سلګونه زره فلسطینیانو د اسرائیلي یرغلګرو له بریدونو پناه پکې اخیستې ده.