صهیونیستي رژیم د نړیوالو غوښتنو او عدالت نړیوالې محکمې امر ته له پام پرته په رفح ښار کې وحشتونو او نسلوژنې ته دوام ورکړی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د غزې رفح ښار کې د کډوالو په مېشتغالي د صهیونیستي رژیم وروستي هوايي بریدونه چې ګڼ ملکیان پکې شهیدان شوي غندلي او ویلي یې دي؛ د اکتوبر له ۷مې راهیسې، چې موږ غزه کې د نسل وژنې د جګړې شاهدان یو، په دې تړانګه کې هېڅ خوندي ځای نه دی پاتې.
ښاغلي ګوتریش په رفح ښار کې د اسرائیلي له لوري د لسګونه ملکیانو وژل غندلي او ټینګار یې کړی، چې دا وګړي غزه کې د اسرائیلو د نسلوژنې په جګړه کې د سرپناه په لټه کې وو.
نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې غزه کې هېڅ خوندي ځای نه دی پاتې او دا وحشت باید ودرول شي.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي رژیم له څو ورځو راهیسې په رفح کې د کډوالو په میشتغالو پراخ هوایي بریدونه پیل کړي، چې له امله یې سلګونه بېګناه فلسطینیان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي.
دا بریدونه له پراخه غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د امریکا په نیویارک ښار کې سلګونو کسانو د فلسطین په ملاتړ لاریونونه کړي او غزه کې روان وحشت یې غندلی.
ورتهمهال تېره ورځ (دوشنبه، د غبرګولي اوومه) د فرانسې په پلازمینه پارییس کې هم سلګونه لاریونکوونکو د اسراییلو پر ضد د شعارونو په ورکولو سره پر رفح د بریدونو پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

