ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: افغانستان د ثبات او پرمختګ پر لور روان دی

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پخواني جهادي مشر صبعت‌الله مجددي له زوی ذبیح‌الله مجددي او یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې ذبیح‌الله مجددي په هېواد کې د اسلامي نظام پر ټینګښت خوښي ښودلې او د فساد، نشه‌یي توکو، زورواکۍ او د غصب د مخنیوي په برخو کې یې د اسلامي امارت د هڅو ستاینه کړې ده.

دغه راز ښاغلي مجددي د اسلامي امارت له لوري خپلو مخالفینو د عمومي بښنې اعلان د هېواد په تاریخ کې یوه بې‌سارې ګام ګڼلی، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی.

ورته مهال د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اوس په هېواد کې د ټولو هېوادوالو لپاره د ورورلۍ په فضا کې د ژوند تیرولو زمینه برابره شوې، افغانستان د ثبات او پرمختګ پر لور روان دی، مسولین د هېوادوالو په خدمت کې دي او له تبعیض پرته د هېواد د متوازن پرمختګ لپاره هڅې روانې دي.

دغه راز د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې له بهر میشتو هېوادوالوغوښتي، چې بېرته هېواد ته راستانه شي او په خپل هېواد کې د عزت ژوند وکړي.