د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د قطر دولت وزیر شيخ محمد بن عبدالعزيز الخليفي او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې د قطر د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي فيصل الحنزب هم شتون درلود، لومړی د ياد هېواد وزير شيخ محمد بن عبدالعزيز الخليفي خبرې کړي او په افغانستان کې يې د امنيت پر ټینګښت او مختلفو برخو کې د اسلامي امارت پر لاسه راوړنو خوښي ښودلې.
د قطر وزير له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار کړی او ویلي يي دي؛ د قطر دولت په مختلفو برخو په ځانګړي ډول بانکي چارو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او پراختيا غوښتونکی دی او هڅه کوي د دواړو مسلمانو او وروڼو هېوادونو ترمنځ شته ښې او دوستانه اړیکې تر پخوا لا زياتې پياوړې شي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د قطر دولت وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانانو سره د قطر دولت او خلکو د بشر دوستانه مرستو قدرداني کړی.
مولوي عبدالسلام حنفي د امنيت ټینګښت، د نشه يي توکو کر، قاچاق، سوداګرۍ او استعمال منع او په مختلفو برخو کې سوداګرۍ او پانګونې ته د زمينې برابرولو لاسته راوړنو يادونه کړې او ويلي يي دي، دغه لاسته راوړنې د حکومتولۍ په برخه کې د اسلامي امارت برياليتوب ښيي.
ښاغلي حنفي په تېر کې له افغانانو سره د قطر د مرستو يادونه کړې او له هغوی څخه يې غوښتي، ترڅو د افغان ځوانانو ښوونې او روزنې او هغوي ته د تحصيلي بورسونو په برابرولو کې همکاري وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د سيمې او له سيمې هاخوا ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول قطر څخه غوښتي، ترڅو په افغانستان کې د کانونو ویستنې، روغتيا، انرژي او ترانسپورټ په برخو کې پانګونه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال همداراز ویلي، اسلامي امارت له ګاونډیو، سيمې او له سيمې هاخوا هېوادونو سره د ښو اړيکو او تعامل غوښتونکی دی.

