د ازموینو ملي ادارې مسولینو د پنجشنبې په ورځ (۳ غبرګولی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د۱۴۰۳ کال د عمومي کانکور ازموینې په اړه رسنیو ته معلومات ور کړل.
د ازموینو ملي ادارې رییس شېخ عبدالباقي حقاني په دې خبري کنفرانس کې ویلي؛ د ۱۴۰۳ کال د عمومي کانکور ازموینه په پینځه پړاوونو کې تنظیم شوې، چې د لومړي پړاو ازموینه به دغبرګولي په ۱۷، ۱۸ او ۱۹ مه؛ د دوهم پړاو د چنګاښ په لومړۍ او دویمه؛ د درېیم پړاو د چنګاښ په اوومه او اتمه؛ د څلورم پړاو د چنګاښ په ۱۴، ۱۵ او ۱۶ مه او د پینځم پړاو ازموینه به د چنګاښ په ۲۲ مه نېټه واخیستل شي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ د میدان وردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشیر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان ولایتونه په لومړي پړاو؛ کابل ولایت په دوهم پړاو؛ تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، روزګان، بغلان، ډایکنډي اوبدخشان ولایتونه په درېیم پړاو؛ ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونه په څلورم پړاو کې شامل دي.
دغه راز نوموړي څرګنده کړې، چې پینځم پړاو د متفرقه او خارج مرز کسانو ازموینې ته ځانګړی شوی دی.
د ازموینو ملي ادارې رییس ویلي؛ د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې لپاره د کابل او ولایتونو ښوونځیو او پوهنتونونو ته د عمومي، دیني علومو، شپې پوهنځیو او اختصاصي کانکور لپاره ۱۴۸ زره او ۹۱۵ د نوم لیکنې فورمې لېږل شوي دي.
د ښاغلي حقاني په وینا؛ په سږني کانکور کې د لوړو زده کړو لپاره د جذب مجموعي ظرفیت ۷۵ زره او ۵۰۰ تنه او د نیمه لوړو زده کړو د جذب ظرفیت ۲۳ زره او ۱۰۰ تنه دی.
دغه راز د ازموینو ملي ادارې رییس په تېر کال کې د دغې ادارې لاسته راوړنو په اړه ویلي؛ تېر کال د ازموینو ملي ادارې د هېواد په کچه ۴۴ لویې او وړې ازموینې اخیستي، چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسانو پکې ګډون کړی او نږدې ۱۲۰ زره تنه بریالي شوي دي.
په ټولو ازموینو کې د بایومتریک معلوماتو د ثبت پروسه په ښه ډول پلې شوې، چې له امله یې هیڅ بیرونی شخص د اصلي داوطلب پرځای ازموینې ته نه دی داخل شوی.
د ښاغلي حقاني په وینا؛ د کانکور ازموینو سیستم معیاري شوی، د پوښتنو بانک ته په انګلیسي او عربي ژبو پوښتنې ورشاملې شوي او د لا اسانتیا لپاره د ازموینې وخت څلورو ساعتونو ته زیات شوی دی.
دغه راز، د چارو د ښه تنظیم او مدیریت لپاره، د ازموینو ملي ادارې پینځه کلن ستراتېژيک پلان او ۱۱ نوي طرزالعملونه جوړ شوي، د ازموینو قانون مسوده وروستۍ او د تصویب او توشیح لپاره عدلیې وزارت ته لېږل شوې ده.
د ازموینو ملي ادارې د مسولینو د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۳ کال د عمومي کانکور پایلې به د روان کال د اسد (زمري) میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې اعلان شي.

