د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا له لوري په تازه حکم کې ویل شوي، د سېلاب ځپلو او طبیعي پیښو زیانمن شويو سره د مرستو په موخه باید د مالیې وزارت له لوري د حقیقي او حکمي مرستندویانو لپاره په سوداګریزو بانکونو کې افغاني او ډالري بانکي حسابونه جوړ شي.
بلخوا کابل کې د غور ولایت د سېلاب ځپلو بیړنۍ کمېټه، له مرکزي ادارې او نړیوالو بنسټونو څخه په دغه ولایت کې د لا مرستو او جدي پاملرني غوښتونکي دي.
د غور یو شمېر ځوانانو په کابل کې د سېلاب ځپلو بیړنۍ کمېټې په جوړېدو سره په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ په دغه ولایت کې وروستیو سیلابونو د کرنیزو ځمکو ترڅنګ ځاني او مالي زیانونه اړولي، مواصلاتي لارې بندې او تاریخي آبدات د ورانېدو له ګواښ سره مخ دي.
دوی وایې، که څه هم مرکزي ادارې ورسره مرستې کړي خو په وینا یې، چي یادې مرستې بسنه نه کوي دوی له مرکزي ادارې او نړیوالو بنسټونو د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.
ورته مهال د ریاست الوزرا د ورستي حکم پر اساس مالیې وزارت ته سپارښتنه شوې چي سیلاب ځپلو او طبیعې پېښو کې زیانمن شويو سره دې د ټولو حقیقي او حکمي مرستندویانو لپاره د مرستو راټولولو بانکي حسابونه جوړ شي.
(د سېلاب ځپلو، داخلي بې ځایه شویو، نورو غمیزو یا طبیعي پېښو څخه زیانمن شویو غریبو، مسکینو او بې سرپناه افغانانو لپاره د کورونو جوړولو په پار د کورني او بهرني حقیقي او حکمي اشخاصو د مرستو د لاسته راوړلو په خاطر دې مالیې وزارت په تجارتي بانکونو کې افغاني او ډالري حسابونه پرانیزي، البته د یادو حسابونو څخه دې راټول شوي کومکونه په مرکزي بانک کې وساتل شي.)
ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پر نړیوالي ټولني غږ کړې، چي افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره بېړنی مرسته وکړي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا عبدالله جانان سایق ویلي، چې د غور سېلاب ځپلو ته یې بیړنۍ مرستي رسولي دي.
که څه هم د غور سېلاب ځپلو بیړنۍ کمېټې ویلي؛ د غور- کابل او غور- هرات لویې مواصلاتي لارې تړل شوي خو د ټولګټو چارو وزارت بیا د دغو لویو لارو د بېرته پرانیستلو د هڅو ډاډ ورکړی.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي؛ وروستېو اورښتونو او سېلابونو د هېواد بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه د شمالي او لودېځو ولایتونو په ګډون د غور ولایت په مرغاب، چهارصده، تولک، تېبره، ساغر او دولتیار ولسوالیو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

