کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د ترکیې سفیر جنګ اونال او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د ترکيې له بشري مرستو مننه کړې او ترکيه يې د مسلمانانو خواخوږی بللې.
خلیل الرحمن حقاني ویلي؛ د اوسنیو سېلاب ځپلو بې ځایه شویو کورنیو او راستنېدونکو کډوالو سره د کار، پوهنې او د کاري زمینو په برخه کې دې لا همکاري وکړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ افغانان او ترکان له پخوا نه دوستانه، اسلامي او تاريخي اړيکې لري، چې د لاپراختیا هڅې یې کوو.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر ویلي؛ زموږ بېلابېلې مرستندویه ادارې په افغانستان کې د افغانانو سره په مرسته بوختې دي او په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت څخه مننه کوو، چې د یادو بشري مرستندویه ادارو سره یې په هره برخه کې همکاري او همغږي کړې.
نوموړي همداراز د نورو مرستو ډاډ څرګند کړی.

