ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی د ایران د ولسمشر جنازې په مراسمو کې ګډون کوي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي؛ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی د ایران د مړه شوي ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي.

په دې پلاوي کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم شامل دی.

یاد پلاوی نن سهار د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ایران پلازمېنې تهران ته روان شو.

د ایران ولسمشر ابراهيم رییسي د تېرې یکشنبې په ورځ له اذربایجان سره د ایران پر پوله د یوه بند پرانیستو په موخه د دې هېواد ختیځ اذربایجان ته سفر کړی و، چې د بېرته د راستنېدو پر مهال یې چورلکه وغورځېده او د دوشنبې په سهار یې مړی وموندل شول.

په دې پېښه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او شپږ نور کسان هم وژل شوي دي.

د ښاغلي رییسي، امیر عبداللهیان او مل پلاوي له مړینې وروسته په ټول ایران کې پینځه ورځنی ماتم اعلان شوی.

په تبریز کې د یاد کسانو د جنازې مراسم پیل شوي وو، وروسته قم او بیا تهران ته لیږدول شوي، چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌يي به یې نن چارشنبه د جنازې د مراسمو مشري وکړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي به سبا پنج‌شنبه مشهد کې د علي بن موسی الرضا د زيارت انګړ کې خاورو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد پلاوی به د ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دې هېواد حکومتي مسولینو، د مرحوم کورنۍ او د ایران ولس ته د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د تسلیت مراتب وړاندې کړي.