نن د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي رحمت الحق فضیل په حیرتان بندر کې د اوزبیکستان هېواد له لوري د سیلاب ځپلو سره د بشري مرستو توکي تسلیم کړل.
د ګاونډي هېواد اوزبیکستان له لوري ترسره شوې مرستې چې څه باندې ٢٠٠ ټنه وې؛ پکې ۴۸ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریجې، ۲۵ زره لېتره غوړي، ۱۰۰ خیمې، ۹۶ د اوبو ټانکۍ او ورته نور توکي شامل وو.
د مرستو د تسلیمۍ په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ترڅنګ د افغاني پلاوي څخه د بلخ مرستیال والي، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس، ترمذ کې افغان قونسل او ګڼو نورو مسولینو ګډون درلود.
دغه راز په اوزبیکستاني پلاوي کې، چې مشري یې د افغانستان لپاره د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف، د ترمذ والي لومړي مرستیال، د یاد هېواد د بهرنیو اړیکو رییس، په مزار کې د یاد هېواد قونسل او یو شمېر نور چارواکو ګډون درلود.
ښاغلي ایرګاشوف له سېلاب ځپلو سره غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړې او ويلي يي دي؛ هېواد یې د افغانانو لاسنیوي ته ځانګړې پام او په ټوله کې ګاونډي هېوادونه ورته لومړیتوب لري.
د اوزبیکستان ځانګړي استازي دغه راز زیاته کړې؛ په افغانستان کې د سرتاسري امنیت له کبله د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه برابره شوې.
مولوي رحمت الحق فضیل د اوزبیکستان هېواد سره اړیکي تاریخي بللي او له همېشنیو بشردوستانه مرستو او همکاریو څخه یې مننه کړې.
نوموړي ویلي؛ اوزبیکستان هېواد هر وخت د افغانانو لاسنیوی کړی او د خپل پاک نیت له مخې یې په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي برخو کې مثبت ګامونه اخيستي دي.
ښاغلي فضیل ډاډ څرګند کړی، چې د اوزبیکستان بشردوستانه مرستې به په شفاف او عادلانه ډول تر اړمنو هېوادوالو رسیږي.

