ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چین او روسيې ولسمشرانو په یوه ګډه خبري ناسته کې پر خپلمنځي همکاریو ټینګار کړی

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ او روسي سیال یې ولادیمیر پوتین په یوه ګډه خبري ناسته کې پر خپلمنځي همکاریو ټینګار کړی او د اوکراین او غزې د جګړو په ګډون یې پر بېلابېلو نړیوالو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي، روسیه او چین دواړه د اوکراین مسلې لپاره یوه سیاسي حل لاره غواړي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې هیله من دی چې اروپا به ژر بېرته سولې او ثبات ته وګرځي.

ولادیمیر پوتین هم د اوکراین مسلې د حل په اړه د چین دریځ تایید کړی.

نوموړي هم د کړکېچ پای ته رسولو لپاره له سیاسي لارو د هڅو هوډ څرګند کړی دی.