د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي له لوري بدخشان ته د سفر په ترڅ کې په لومړي ځل په دې ولایت کې د هډوکو ماتېدنې د مخنیوي نړیوال پروګرام (SIGN) پرانیسته وشوه.
یاد پروګرام، چې د بدخشان ولایتي روغتون کې په لاره اچول شوی و، د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد یې په پرانیستې خوښي څرګنده کړې او د هېواد په روغتیايي سکتور کې یې یاد پروګرام یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړې.
سربېره پر دې د عامې روغتیا وزیر په بدخشان ولایت کې د یو شمېر نورو اړینو روغتیايي څانګو د جوړېدو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي، د عامې روغتیا وزارت په هڅه کې دی؛ ترڅو اړمنو هېوادوالو ته د روغتیا په برخه کې په کور دننه لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، چې په دې برخه کې په چټکۍ سره هڅې روانې دي.
همداراز د دې غونډې په دوام ډاکټر محمد اسماعیل وردګ د ساین پروګرام د پرانیستې او افغان ډیوایس آلې په اړه د غونډې ګډونوالو ته بشپړ معلومات ورکړي دي.
د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی چې په بدخشان ولایت کې داسې یو پروګرام پرانیستل کېږي، چې د افغان اُرتوپیدي متخصصینو له لوري په کې په یوه نوی طریقه د ماتو شویو هډوکو درملنه کېږي.

